د چین د دولتي شورا معلوماتو دفتر د جولای په ۱۸مه نېټه د ۱۴م پنځه کلن پلان د لوړ کیفیت بشپړولو پر موضوع غونډه تر سره کړه. د چین د سوداګرۍ وزارت اړوند چارواکي وویل چې د ۱۴م پنځه کلن پلان له پلي کېدو راهیسې، د چین د توکو سوداګرۍ په نړۍ کې لومړی مقام لري او په نړیوال بازار کې د چین د صادراتو او وارداتو ونډه په ترتيب سره له ۱۴ سلنې او ۱۰ سلنې څخه زیاته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د چین د خدماتي سوداګرۍ کچه په نړۍ کې دوهم ځای لري، د بهرنۍ پانګونې کیفیت ښه شوی او له ۱۴م پنځه کلن پلان راهیسې مجموعي استعمال شوې بهرنۍ پانګې له ۷۰۰ ملیارډو امریکایي ډالرو څخه ډېرې شوې دي.
هغه ویلي چې بر سېره پر دې، د بهرنۍ پانګونې اوسط کلنۍ وده له ۵ سلنې څخه زیاته شوې، چې په نړۍ کې د ۳ غوره هیوادونو په منځ کې ځای لري او د کمربند او لار د ګډې ابادۍ له ګډون کونکو هېوادونو سره د تولید او اکمالاتي لړۍ څو همکاریز یادښتونه لاسلیک کړي دي.
































