اوس مهال د نړۍ د موټرو صنعت د زرغون او دواملرونکي پرمختګ بهیر په کليدي پړاو کې دی. نو د نوې انرژۍ د موټرو د ځنځير جوړونه ورځ تر بلې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. چین تل په فعاله توګه په دې جريان کې برخه اخيستې او د لارښوونکي په توګه يې خپل رول لوبولی دی. د اکمالاتي ځنځیر له بیارغولو څخه د کليدي ټېکنالوژۍ تر پرمختګ پورې او په ځايي بازار کې له نوښت څخه د نړیوال معيار تر ټاکلو پورې د چین د نوې انرژۍ د صنعتي ځنځير پرمختيا د نړۍ د صنعتي بدلون او اصلاحاتو یوه نمونه ګرځېدلې ده.
د چین د اکمالاتي ځنځيرونو له درېيم نړیوال نندارتون څخه د چين د نوې انرژۍ د موټرو صنعتي حیاتي ځواک او سيستماتیک غوره والی ښکاري. د نورو عنعنوي نندارتونونو په پرتله دغه نندارتون پر ((بشپړو ځنځيرونو)) ټينګار لري چې همدا نه يوازې د چين د اکمالاتي ځنځيرونو د همکارۍ وړتيا ښکارندويي کوي بلکې په حقيقتونو سره نړیوالو ته يو اغېزناک، همکاريز او نوښتګر صنعت ښيي.
په نندارتون کې د باش، سي اې ټي ايل او سپيډبوټ د تصديو په شمول ډېرو تصديو د خپلې برخې اخيستنې له لارې نه یوازې خپلې ټېکنالوژۍ بلکې خپل توليدي سیستم نندارې ته وړاندې کړی دی. چينايي تصدۍ اوس د موټرو د بېتړیو د جوړښت، د مصنوعي ځيرکتيا په وسيله د توليدي جريان د کنترول او په دې جريان کې د روباټونو د کارولو په ګڼو برخو کې د همکاريو او نوښتونو له لارې د موټرو هغه صنعتي ځنځير اباد کړی چې انعطاف پذيره ښکاري. دغه همکارۍ نه یوازې د چين په دننه کې بلکې د ياد نندارتون له لارې له نړيوالو تصديو سره د وصل په برخه کې منعکس کوي.
دا د پاملرنې وړ ټکی دی چې په دې صنعتي ځنځیر کې د زرغون پرمختګ عوامل هم ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي. د سي اې ټي ايل بېتړۍ مو د یوې بېلګې په توګه وړاندې کړې ده. د دې شرکت د چي لين په نوم د ليتيم بېتړۍ او د ايون بېتړۍ او نورې ټېکنالوژۍ چې دا يې ښودلی، د لوړ فعالیت او زرغون پرمختګ ترمنځ تضاد لرې کولی شي. د ټېکنالوژۍ په نوښتونو سره نه یوازې د نوې انرژۍ د موټرو کارونه زياته شوې بلکې په نړۍ کې يې د کاربون د دوه اکساید د خپرېدو د اندازې د کمولو لپاره حقيقي لاره هواره کړې ده.
نړۍ ته په کتو سره چین اوس يوازې د موټرو لوی توليدي هېواد نه دی بلکې د موټرو د نوښت ډېر غټ هېواد هم دی. د سي سي اې ډي د سای دي د څېړنيز انسټیټيوټ د موټرو د څېړنيز مرکز عمومي مدير جانګ يي جيا دې ته ګوتڅنډنه کړې چې د چينايي موټرو شرکتونو (( بهر تګ)) او د پرزو شرکتونو نړيوال ترتيب په ورته وخت کې تر سره کېږي چې دا د نړيوال اکمالاتي جوړښت د بدلېدو ترڅنګ د موټرو د زرغوني معيار نړیوالې پرمختيا ته وده ورکوي.
د چين د اکمالاتي ځنځير درېیم نړيوال نندارتون په وخت سره تر سره کېږي چې دا نه یوازې د چین د اکمالاتي ځنځيرونو د وړتيا د ښودلو ډګر بلکې نړۍ ته د چين د زرغون پرمختګ د تجربو، د همکارۍ منطق او تخنيکي معیار د خپرولو مهمه لاره هم ده. دغه نندارتون نه يوازې نړيوالو ته د ((ځنځیر)) مفهوم بلکې د صنعتي ځنځيرونو د ګډې ابادۍ او په دې جريان کې د ګډو بريالیتوبونو د نړۍ د صنعتي حکومتولۍ مفکوره وړاندې کوي.
البته، د چين د نوې انرژۍ د موټرو صنعتي پرمختګ لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ دی. خو هغه څه چې ډاډمن دي، دا دي چې د چینايي موټرو شرکتونه په يوه برخه کې له نوښت څخه د سيستماتيکو اصلاحاتو په لور روان دي او په دې برخه کې له وروسته پاتې هېواد څخه مشرتابانه حرکت کوي.
د چين د نوې انرژۍ د موټرو د صنعتي ځنځير پرمختګ نه یوازې د چين اقتصاد بلکې د نړۍ د زرغون پرمختګ ته حياتي ځواک ورکړی دی.
































