د چین دولت رئیس شي جين پينګ او د موريتانيا ولسمشر محمد غزواني د جولای په ۱۹مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو د ۶۰مې کليزې د نمانځلو لپاره د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړل.
شي جين پينګ په پيغام کې لیکي چې د چين او موريتانيا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له جوړېدو راهيسې په تېرو ۶۰ کلونو کې، پرته له دې چې نړيوال حالات څنګه بدل شي، دواړو خواوو تل يو بل ته درناوی کړی او يو د بل سره مساوي چلند کړی، د متقابلې مرستې او د متقابلو ګټو بر بنسټ د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مثال يې جوړ کړی دی. په دې وروستيو کلونو کې، د دواړو هېوادونو اړيکې په سالمه او ثابته توګه وده کړې، سياسي متقابل باور ورځ تر بلې لا ټينګ شوی او په بېلابېلو برخو کې تبادلې او همکاري ګټورې شوې دي.
رئیس شی جین پینګ زیاته کړه زه د چین او موریتانیا اړیکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګورم او غواړم له ولسمشر غزواني سره ګډ کار وکړم، څو د دواړو هېوادونو دودیزې دوستۍ ته دوام ورکړو، متقابل باور او همکارۍ ژورې کړو او د چین او موریتانیا د ستراتیژیکو ملګرتیاوو د ټینګېدو لپاره نوی راتلونکی جوړ کړو، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لاښې ګټې ورسوو.































