د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۸مه نېټه یوه خبري ناسته تر سره کړې. د دې هېواد د سوداګرۍ وزارت اړوندو مسئولينو په دې ناسته کې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په وخت کې د سوداګرۍ د پرمختګ او لاسته راوړنې په اړه معلومات ورکړي.
دوی ویلي چې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په وخت کې هر کال په اوسط ډول مصرفي زياتوالي په اقتصادي زياتوالي کې ۶۰ سلنه برخه نيولې ده، په دې سره د دې هېواد د لوی بازار ښېګڼه ډېر څرګنده شوې او د مصرف رول يې ډېر پياوړی شوی دی. د معلوماتو له مخې، د چين د مصرفي بازار پيمانې په نړۍ کې دوهم ځای نيولی دی. په تېرو ۴ کلونو کې په چين کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو عمومي اندازه هر کال په اوسط ډول ۵ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي او امکان لري چې دغه اندازه په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰ ټريليونو يوانو څخه زياته شي.
د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو په دې ناسته کې ویلي، د امریکا د ورته رقم په پرتله د چین د پرچون خرڅلاو مجموعي اندازه په مطلق ډول د امریکا شاوخوا اتیا سلنه جوړوي. خو د نړیوال بانک د شمېرنې او حساب له مخې، د پيرلو واقعي توان ته په کتو، د چين ياده عمومي اندازه د امریکا په پرتله زياته شوې ده. د دې تر څنګ، په ځينو برخو کې د چين د پرچون خرڅلاو اندازه د نورو په سرکې راغلې ده . د مثال په توګه، چین د انلاين پرچون پلور بازار په مسلسلو ۱۲ کلونو کې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی او د پلورل شویو موټرونو شمېر يې هم لومړی ځای نيولی دی.
وانګ ون تاو ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د چين د وارداتي مصرفي توکو عمومي ارزښت ۷ ټريليونو او ۴۰۰ میليارډو يوانو ته رسېدلی دی او له دې څخه دا ښودل شوې، چې د چين لوی بازار د نړیوال پرمختګ لپاره ډېر زيات خدمتونه برابر کړي. له بلې خوا، دغه هېواد بهرنيو مشتريانو ته د مالیاتو د بېرته ورکولو په برخه کې يو لړ اسانتياوې برابرې کړې، په دې سره د بهرنيو هېوادونو او سيمو مشتريان کولی شي چې په چين کې د توکو له پيرلو څخه ښه ګټه واخلي. د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په چين کې د بهرنيو مشتريانو عمومي مصرفي اندازه ۹۴ میليارډو او ۲۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدل، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۷ اعشاريه ۸ سلنه يې زياتوالی ښيي.
چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په وخت کې د سوداګرۍ او تجارت په برخه کې خپل ځای نور ټينګ کړی او د لوړې سويې د ورخلاصون قدم يې هم چتک کړی. د معلوماتو له مخې، د چين د مالونو تجارتي پيمانه په ۲۰۲۴ کال کې ۶ ټريليونو او ۱۶۰ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې، چې د ۱۳م پنځه کلن پلان د تطبيق په پای کې يعنې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۳۲ اعشاريه ۴ سلنه زيات شوی او په مسلسلو ۸ کلونو کې يې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. د دې تر څنګ، په نړيوال بازار کې د چين صادراتي اندازه هميشه له ۱۴ سلنه څخه زیاته او وارداتي اندازه يې هميشه له ۱۰ سلنو څخه زیاته ده. په ۲۰۲۴ کال کې، د دې هېواد د خدمتي سوداګرۍ اندازه د لومړي ځل لپاره له يو ټريليون ډالرو څخه زیاته شوه، چې پيمانې يې د نړۍ دوهم ځای نيولی دی.
د ۲۰۲۵ کال د جون تر پايه پورې، په چين کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۷۰۸ ميليارډو او ۷۳۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې له ټاکلي وخت نه ۶ مياشتې مخکې د ۱۴م پنځه کلن پلان د سوداګريز پرمختګ هغه موخه، چې د ۷۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړي، پوره شوې ده. په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين پانګونه هر کال په اوسط ډول ۵ سلنه زياتوالی ښيي او دغه شمېر د نړۍ په لومړنیو درېو ځايونو کې ځای لري.
د ۱۴م پنځه کلن پلان له تطبيق راهيسې، د چين د لوړې سويې ورخلاصون قدم ډېر چټک شوی، د بهرنۍ پانګې په منفي لېست کې مادې په دوامدار ډول کمې شوې دي، د تولیدي صنعت په برخه کې د بهرنۍ پانګې د شاملېدو محدودیت ټول لغوه شوی، د مخابراتي ټېکنالوجۍ او ايکولوژۍ په شمول د خدمتي صنعت ځينې برخې هم په منظمه توګه بهرنۍ پانګې ته پرانيستل شوې.
په دې بهير کې د چين سوداګريز همکاران هم ډېر زیات شوي دي. د مثال په توګه، اسيان په تېرو مسلسلو ۵ کلونو کې د چين لپاره تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. په ۲۰۲۴ کال کې، د کمربند او لار د ګډې ابادۍ له هېوادونو سره د چين تجارتي اندازه د دې هېواد په مجموعي سوداګرۍ کې څه باندې ۵۰ سلنه برخه نيولې ده. په دې سره د چین د بهرنۍ سوداګرۍ صنعتي ځنځير لا بشپړ او ډېر مؤثر شوی دی او له دې امله له ننګونو سره د مبارزې باور هم ډېر ټينګ شوی دی.
































