د روان کال په لومړۍ نیمایي کې، د چین د موټرو د تولید او پلور اندازې په جلا جلا توګه ۱۵ میلیونو ۶۲۱ زرو او ۱۵ میلیونو ۶۵۳ زرو ته رسېدلې چې دواړه رقمونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۱۱ سلنې څخه زیات دي.
خبر وايي چې له دې جملې څخه د نوي انرژۍ موټرو شمېر له ۴۴ سلنې څخه ډېر شو او د پلورلو اندازه يې ۶ میلیونو ۹۳۷ زرو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
































