د سولې له خبرو سره هممهاله د تاوتریخوالي په دوام، د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې خونړی برید شوی دی. په برید کې د یوه نظامي کس په ګډون پنځلس تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي دي. په وژل شوو او ټپيانو کې هغه ماشومان هم شامل دي چې په زده کړو او تعلیم پسې وتلي وو. د طالبانو په ګډون تر دې دمه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي. ارګ او کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بريد طالبانو کړی او د ملکي وګړو د وژلو مسوول دي.
په دوحه کې په دې نیت بین الافغاني خبرې پيل شوې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او د افغانانو د وینو بهېدنه ودرول شي، خو پایلې تر دې دمه برعکس دي، جګړې شدیدې شوې دي، خونړي بریدونه کېږي او د ښکېلو لورو ترمنځ د نښتو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. وروستۍ پېښه د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې خونړی برید و. افغان حکومت وایي چې بریدګرو د غني خېلو په بازار کې د شینوارو ولسوالۍ پر مرکز د برید پلان درلود، خو ځانمرګي بریدګر د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې له یوه جومات سره چاودنه کړې، چې له امله یې څوارلس ملکیان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي چې نورو بریدګرو غوښتل په چاودنه پسې جوخت د ولسوالۍ ودانۍ ته د ننه شي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او له منځه یوړل شول. په پېښه کې د بازار ځایي هټیو ته مالي زیانوه هم اوښتي، خو ملکي تلفات یې خورا بوږنوونکي دي. څوارلس ملکیان چې ماشومان هم پکې شامل دي، ځای په ځای په دغه برید کې وژل کېږي.
په هېواد کې د کرونا تر وبا وروسته پرون د ښوونځيو د پیلېدو لومړنۍ ورځ وه او ماشومان په ټول هېواد کې د ښې راتلونکې په تمه ښوونځيو ته پر لار وو، خو د ځينو ماشومانو ډېوه په دې برید کې د تل لپاره مړه کړل شوه. د ننګرهار ځایي چارواکي هم وایي چې د برید تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی او په مرکز کې د کورنیو چارو وزارت هم دغه برید د طالبانو کار بللی دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
بلخوا ارګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو په سیمه کې له نورو ترهګرو ډلو سره لاس یو کړی او دغه ډول خونړي بریدونه کوي. په اعلامیه کې راځي: ((طالبانو او نورو تروریستي ډلو د لاس په یو کولو سره خپلو تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکړی او په ننګرهار کې د ننني تروریستي برید په څېر، هره ورځ د بې ګناه وګړو د وژل کېدو او د عام المنفعه تاسیساتو د ویجاړولو لامل ګرځي)).
ولسمشر غني دغه راز ویلي چې طالبانو د سولې پر هوکړه عمل نه دی کړی او یوازې پر بهرنیو ځواکونو یې بریدونه درولي دي. د ده په خبره، طالبان په خپلو بریدونو کې هره ورځ بېګناه وګړي، ښځې، ماشومان او سپینږیري وژني او د تېرې ورځې برید یې هم له اسلامي احکامو سره په ټکر کې عمل دی. د ولسمشر غني په وینا: ((د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو وژل نه بښل کېدونکی جنایت دی، طالبانو د ا مریکا متحدو ایالتونو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه، خو بدبختانه خپلې ژمنې یې عملي نه کړې او یوازې یې پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ودرول)).
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او پر دواړو لورو یې غږ کړی چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته سره ورسېږي او په هېواد کې د پردیو په لمسون او دسیسه روانه شوې جګړه ودروي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې دغه ډول خونړي بریدونه د سولې پروسې ته زیان رسوي او ټولو اړخونو ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې نور اوربند وکړي او د افغانانو له وژنې لاس په سر شي.
































