د چين سوداګرۍ وزارت د جولای په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په دغه هېواد کې ۳۰۰۱۴ نوې بهرنې تصدۍ جوړې شوي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي. په تېرو ۶ مياشتو کې په چين کې ۴۲۳ اعشاريه ۲۳ ميليارډه يوانه بهرنې پانګې استعمال شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ اعشاريه ۲ سلنه کموالی ښيي.
په ورته موده کې په چين کې د اسيان د غړو هېوادونو پانګونه ۸ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي او د سويس، جاپان، بريتانيې، جرمني او کوريا جمهوريت د پانګونې د زياتوالي انډولونه په جلا جلا توګه ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه، ۵۹ اعشاريه يو سلنه، ۳۷ اعشاريه ۶ سلنه، ۶ اعشاريه ۳ سلنه او ۲ اعشاريه ۷ سلنه دی.
































