د سنېډير ايليکټريک شرکت (Schneider Electric) مرستيالې شيا شوي ينګ د چين د اکمالاتي ځنځير د درېيم نړيوال نندارتون په ترڅ کې د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د موثريت په سيالۍ کې د چين توليدي او اکمالاتي ځنځير وړتيا لري.
د نوموړې په خبره، چين د اکمالاتي ځنځير قوي لويه اډې او د نوښت او پرانيستې بازار لري. د چين حکومت له اوږدې مودې راهيسې پر ورخلاصون ټينګار کړی او د لومړې کچې سوداګريز چاپيريال يې اباد کړی دی.
شيا شوي ينګ وويل، چې د هغې د شرکت ۹۰٪ توليدي اومه مواد د چين له بازار څخه راغلي.
































