د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د چيني او اروپايي لورو د بحث او توافق له مخې، د اروپايي شورا رئيس انتونيو کوستا او د اروپايي کمېسيون رئیسې اورسوله ون درلين به د جلای په ۲۴مه نېټه له چين څخه ليدنه وکړي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ به له یادو اروپايي مشرانو سره ملاقات وکړي. د چين صدراعظم لي چيانګ به له نوموړو اروپايي مشرانو سره د چين – اروپايي ټولنې د مشرانو د ۲۵مې غونډې مشري وکړي.































