د چین د انټرنیټ سایبري مالوماتو مرکز د جولای په ۲۱مه نېټه د دې هېواد د انټرنیټ شبکې د پرمختګ حالت ۵۶م راپور خپور کړ.
په دې راپور کې راغلي، د چین د څوارلسم پنځه کلن پرمختګ په موده کې د انټرنیټي شبکې پرمختګ هم ستر بریالیتوب تر لاسه کړی دی. سرچینه وايي چې د نوي ډول مالوماتي تجهیزاتو فعالیت په چټکۍ سره وده کوي او د انټرنیټي شبکې د مروج کېدو او د ډیجټلي اقتصاد د پراختیا لپاره يې کلک بنسټ جوړ کړی دی.
د تېر جون تر پایه پورې، په چین کې د انټرنیټ شبکې د کارکوونکو شمېر یو میلیارډ ۱۲۳ میلیونو ته رسېدلی او په خلکو کې د مروج کېدو اندازه يې ۷۹ اعشاریه ۷ سلنې ته رسېدلې ده.
































