د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د ټولنې له سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی سره کتلي دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې محمد بن عبدالکریم العیسی به کابل کې د سرپرست حکومت له ځینو چارواکو سره وګوري او له سرپرست حکومت سره به د اسلامي نړۍ د ټولنې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
































