د چین د عرضې ځنځير سږنی نړیوال نندارتون د جولای په شلمه نېټه پای ته ورسېد، چې پکې ۱۲۰۰ چیني او بهرنیو تصدیو ګډون کړی و او څه باندې ۶۰۰۰ همکاریز تړونونه پکې لاسلیک شوي دي.
د چین د عرضې ځنځير سږنی نندارتون په بریالیتوب پای ته رسیدلی، چې دا نه یوازې د چین د عرضې ځنځیر د پياوړتيا او جالبیت ښکارندويي کوي، بلکې د دې هېواد د ټرانسپورټ او چټک پوسټ شبکې د جوړېدو څرګندويي هم کوي او ډېره ښه پایله یې ورکړې ده.
سږ کال د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق وروستی کال دی او له ۲۰۲۱ څخه تر دې دمه، یعنې د یاد پلان د تطبیق پر مهال په دغه هېواد کې د چټک اورګاډي، عمومي سړک او چټک پوسټ تر ټولو لویې شبکې جوړې شوې دي.
د چین د ټرانسپورټي چارو وزارت شمېرې ښيي، د چټکو اورګاډيو شبکه د دغه هېواد ۹۵ سلنه هغو ښارونو ته غځېدلې، چې نفوس یې له ميلیون څخه پورته دی او له لارې يې د خلکو د تګ راتګ کلنی شمېر ۲ اعشاریه ۵ میلیارډو ته رسېږي. د عمومي سړکونو له لارې د چين ټول ښارونه سره نښلول شوي دي. د چیلي ګیلاس په درېیو ورځو کې پر یخچالي سیسټم سمبال چټک پوسټ له لارې چیني مارکېټونو ته رسېږي.
په چين کې د چټک پوسټ شبکې په وسیله هره ورځ څه باندې ۳۰۰ میلیونه بستې لېږدول کېږي او د نړۍ تر ټولو لوی انلاین مارکېټ عادي روان دی.
په دغه نندارتون کې د چټک پوسټ یو شرکت استازي ویلي، په ګردې نړۍ کې د چین د چټکو اورګاډيو او د توکو د لېږ رالېږد ځیرک سیسټم پر مټ د عرضې ځنځير د کارونې سرعت ګړندی شوی دی.
د سږني نندارتون د یخچالي سیسټم نندارځي کې د چین نوې ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې او د ډېرو سوداګرو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د جرمني زیمنس شرکت په ياد نندارځي کې د چین د چټک اورګاډي د شبکې له لارې د توکو د حمل و نقل ځيرکه لایحه هم وړاندې کړې ده.
د چین د توکو حمل و نقل شرکت په دغه نندارتون کې د چټک پوسټ د کورنۍ او بهرنۍ شبکې د جوړونې تازه پرمختګ هم ښودل کړی دی.
مالومات ښيي، په سږني نندارتون کې د همکاریزو تړونونو نږدې ۴۰ سلنه په نړیوال چټک پوسټ او د ټرانسپورټي چارو په بنسټیزو برخو پورې تړاو لري او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چین ترانسپورټي شبکه د ګردې نړۍ د صنعتي ځنځيرونو پراخ ملاتړ لري.
د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق موده په ختمېدو ده او ورسره د دغه هېواد د ترانسپورټ او عرضې ځنځیرونه لوړې ځېرکې سویې ته رسېدلي دي.
اوس د چین د چټکو اورګاډيو په شاوخوا ۳۰ تمځایونو کې د مسافرینو توکو د لنډمهالي ساتنې لپاره روباټونه کارول کېږي او په دغه هېواد کې د برقي موټرو د چارج۳۶ زره سټېشنونه جوړ شوي، چې د چټک پوسټ په جریان کې باروړونکو برقي موټرو ته د انرژۍ تضمین برابروي. سربیره پر دې، د چین او لاوس د اوسپنیزې لارې او په اندونیزیا کې د جکارتا- باندونګ د چټک اورګاډي د رېلپټلۍ په شمول د یو لړ پروژو په بشپړېدو سره د چین معیار نړۍ ته ګټور فرصتونه برابر کړي دي.
د چین د چټک اورګاډي سرعت نړۍ حيرانه کړې او د همدغو بنسټيزو تاسیساتو په مټ د عرضې ځنځيرونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.
































