په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۲۲مه نېټه د څو اړخيزم د پرمختګ او د کشالو د سوله ييز حل له لارې د نړيوالې سولې او امنيت د پرمخبيولو په يوه لوړ پوړې علني غونډه کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې څو اړخيزم ته پرمختګ ورکړي او د نړیوالې سولې او امنيت ساتنه وکړي.
نوموړي زياته کړې چې بايد د کشالو پر سوله ييز حل ټينګار وشي، بېلا بېل هېوادونه دې يو د بل د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا درناوی ولري، متقابلو امنيتي ګټو ته دې په درنه سترګه وګوري تر څو د تفاهم له لارې د نظر توپيرونه لرې کړي او د خبرو اترو له لارې توافقاتو ته ورسېږي.
ده دغه راز ویلي چې نړيواله ټولنه په تېره بيا لوی هېوادونه بايد د خبرو اترو او همکاريو لپاره لاره هواره کړي او تقابل ته دې لمن ونه وهي.































