د چين د بشري سرچينو او ټولنيز خوندیتوب وزارت د جولای په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ویلي، چې د سږکال په لومړنۍ نيمايي کې د دې هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې پر دندو د نویو ګمارل شويو کسانو په شمېر کې ۶اعشاریه ۹۵ میلیون زیاتوالی راغلی چې په دې سره د چين د حکومت د ټاکلې کلنۍ موخې ۵۸ سلنه برخه پوره شوې ده.
سرچینې ویلي، په جون مياشت کې د دې هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې د بېکارۍ کچه ۵ سلنه ښودل شوې، چې د تېر کال له همدې مودې په پرتله پکې بدلون نه دی راغلی.
د خبر له مخې، د بشري سرچينو او ټولنيز خوندیتوب وزارت به په راتلونکي کې لا زیات کاري فرصتونه ایجاد کړي او له وزکارو خلکو سره به د کار په پيدا کولو کې مرسته وکړي او د هغوی د روزنې چارې به لا نورې پياوړې کړي او د انساني سرچینو په خدماتي صنعت کې به د لوړ کیفیت توسعه ترویج کړي څو د کار موندنې لپاره ثابت فرصتونه زیات شي.
































