د بېجینګ د راډيو، فلم او ټلويزيون ۳۲ م نړيوال نندارتون (BIRTV) د جولای په ۲۳ مه په بېجينګ ښار کې پرانیستل شو.
دغه نندارتون د چين د راډيو او ټلويزيون عمومي ادارې او چين ميډيا ګروپ په ګډې لارښوونې او د دغه هېواد راډيو او ټلويزیون د نړيوالو اقتصادي او تخنيکي همکاريو شرکت (CBIC) لخوا جوړ شوی.
په دې څلور ورځني نندارتون کې د وسایلو ننداره، یو سیمینار، د نړیوالو نظریاتو د تبادلې څلور ناستې، شپږ ځانګړي فورمونه او شپږ ځانګړي فعاليتونه ترسره شي.
دغه نندارتون ۱۲ نندارځي لري او عمومي مساحت يې له ۵۰۰۰۰ مربع ميترو څخه زیات دی او د څه باندې هېوادونو او سيمو تر ۵۰۰ ډېرې تصدۍ پکې ګډون کوي.
































