د چين او روسيې د ګډ سمندري علمي سفر د پيل مراسم د جولای په ۲۲مه نېټه د روسيې په ولاديوستوک ښار کې تر سره شول. د دواړو هېوادونو څېړونکي به د جولای په ۲۳مه نېټه د لاورنتیف په نوم څېړنيزه کښتۍ کې د بيرينګ سمندر او شمال لويديځ ارام سمندر کې د ساينسي څېړنيزو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره روان شي.
د دې سفر د مشر چينايي ساينس پوه جو جيان جون په وينا، ټولټال ۲۵ ۲۵ څېړونکي به یادو سمندري سيمو ته علمي سفر وکړي چې په دې جملې کې پنځه تنه چينايان دي. هغوی به په يادو سيمو کې د چاپيريال او په دې سيمو کې د اقليمي بدلون اغيزه وڅېړي.
































