د سوداګرۍ نړيوال سازمان د جولای له ۲۲مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د سويس په جنيوا کې د دغه سازمان د شورا د کلنۍ غونډې درېيمه ناسته تر سره کړې. په دې ناسته کې د چین استازي (( د اوسني وضعيت پر وړاندې د څواړخيز سوداګريز نظام د ملاتړ وړانديز)) وړاندې کړی او پر ګډونوالو يې غږ کړی، چې د تعرفې له يواړخيزو اقداماتو سره دې په ګډه مخالفت او د څواړخيز سوداګريز نظام د ساتلو لپاره دې هڅې وکړي.
د چين استازي په دغه غونډه کې ويلي، چې اوسمهال په نړيوالې سوداګرۍ کې ګډوډي مخ په سختېدو ده.
دی وايي چې په تېرو څو مياشتو کې یو اړخیزې تعرفې لګول شوې چې له امله يې پر سوداګريزو چارو د ۲ اعشاريه ۷ تريليونو امريکايي ډالرو په ارزښت منفي اغېزې کړې، چې دا رقم په ۲۰۰۹م کال کې د ورته شمېر له ثبتيدو راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی.
د ده په خبره، چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان له غړو څخه غوښتنه کوي، چې د دغه وضعیت پروړاندې خپل يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او د څواړخيز سوداګريز نظام د ملاتړ لپاره دې لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.































