د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جولای په ۲۳ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د يالوځانګبو سيند د لاندې برخې اوبو برېښناکوټ پروژه د چين د حاکميت په حدودو کې ده او هدف يې د پاکو انرژيو د پرمختګ ګړندي کول، د ځايي اوسېدونکو د ژوند ښه کول او له اقليمي بدلون سره مقابله ده. نوموړي زیاته کړه، چې د چین حکومت له پولې هاخوا سيندونو څخه د ګټې اخيستلو په برخه کې تل مسئوليت منونکې رويه غوره کړې او د اوبو برېښناکوټونو د پروژو په برخه کې هم ډېرې تجربې لري. دی زیاتوي چې د ياد برېښناکوټ پروژه به د چين په عالي مسلکي معيار ډيزاين او جوړه شي او تر وسې پورې به د سيمې خپل ايکولوژيکي سيسټم خوندي پاتې شي. نوموړی وايي چې دغه پروژه به د سيند په ټوله اړونده سيمه کې د ناورينونو د مخنيوي لپاره ګټوره وي او د دغه سيند د لاندې برخې پر شاوخوا سيمو به منفي اغېزې نه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې چين د يالوځانګبو سيند لاندې برخې په اوږدو کې له اړوندو هېوادونو سره د سېلاب د وړاندوينې او د ناورينونو د مخنيوي او کمښت په برخو کې همکارۍ کړې، د يادې پروژې په اړه يې اړينې خبرې کړې دي او دې همکاريو ته به دوام ورکړي.
































