په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی فو څونګ د جولای په ۲۳مه نېټه د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرانیستي بحث په غونډه کې وویل، د منځني ختیځ سوله او ثبات د نړیوال امنیت او سوکالۍ لپاره ډېر اهمیت لري.
فو څونګ وویل، له څه مودې راهیسې د منځني ختيځ سيمه له سختو ګډوډيو او شخړو سره مخ ده او تاوتريخوالی پکې په دوامدار ډول ډېر شوی دی. هغه وايي چې په غزه کې د شخړو په تازه پېښو کې زرګونه کسان وژل شوي او بې ساری بشري ناورين يې رامنځته کړی دی. دی دغه راز وايي، چين له اسرائيل څخه غوښتنه کوي چې سمدستي دې په غزه کې ټول پوځي عمليات ودروي، نړيوال بشري قوانین دې مراعات کړي، غزې ته دې د بشري مرستو لېږلو او د ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو مرستندویه فعاليتونو ته دې اجازه ورکړي.
هغه زیاته وکړه چې اسرائيل پر له پسې پر سوریې او لبنان بریدونه کوي، غيرقانوني پوځي فعالیتونو ته دوام ورکوي او له امله یې روان وضعيت لا خراب کړی دی. ده زیاته کړې چې باید د سوريې او لبنان د حاکميت، امنيت او د خاورې بشپړتيا درناوی وشي او د امنيت شورا اړونده پرېکړه دې په جدي ډول عملي شي.
































