د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د جولای په ۲۳مه اعلان وکړ چې د چین او امریکا ترمنځ د شوې موافقې له مخې، د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړی او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ به د جولای له ۲۷مې تر ۳۰مې پورې په سویډن کې له امریکایي لوري سره په اقتصادي او تجارتي خبرو کې ګډون وکړي. سرچینې ویلي چې د چین او امریکا پلاوي به د دواړو هېوادونو په اقتصادي او تجارتي مشورو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د جون د پنځمې په ټیلېفوني خبرو کې د شویو مهمو توافقو پر اساس رغنده رول ته په بشپړه توګه توجه وکړي.
خبر وايي چې دواړه لوري به یو د بل د اقتصادي او تجارتي اندېښنو د لرې کولو لپاره د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو همکاريو له لارې خبرو اترو ته دوام ورکړي.
































