په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۲۴مه نېټه په امنيت شورا کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان تر منځ د همکاريو په پرانيستې غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چين د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو سازمان تر منځ د همکاريو او په ګډه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو پلويتوب کوي.
ښاغلي فو څونګ وويل، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په اسلامي نړۍ کې د اړوندو مسئلو حلولو په ترڅ کې مذهبي، تاريخي او فرهنګي تفوق لري او د شخړو په دفع کولو او د همغږۍ او منځګړيتوب په چارو کې ځانګړی رول لوبولی شي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سره همغږۍ پياوړې کړي او ښه رول ولوبوي او په ګډه د تودو مسئلو د سياسي حل و فصل هڅونه وکړي. ده زیاته کړه چې بايد د ترهګرۍ ضد پوره مبارزه وشي او په دې مبارزه کې دې دوه ګوني معيارونه او د مختلفو ترهګرو ډلو په اړه دې دوه مخې تګلاره غوره نه شي، دغه راز هغه نظريې دې لرې شي چې ترهګرۍ له کوم يو ځانګړي قوم او مذهب سره تړي، د ترهګرۍ ضد نړيواله همکارۍ دې پياوړې شي او په ګډه دې د ترهګرۍ ضد ټينګې مبارزې وشي.































