په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۲۴مه نېټه په امنيت شورا کې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکارۍ سازمانونو تر منځ د همکاريو په پرانيستي غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې د شينجيانګ په هکله د امريکا د استازي دروغ ادعاوې رد کړې.
ښاغلي فو څونګ وويل، چين د شينجيانګ په هکله د امريکا د استازي له بي ځايه ادعا په ټينګه ردوي او ور سره مخالفت کوي. ده وویل چې په اوسني شينجيانګ کې ټولنیز ثبات موجود دی، اقتصاد د پرمختګ او سمسورتيا په حال کې دی، خلک ارام، خوشحاله او نيکمرغه ژوند لري او تر ټولو د ښه پرمختګ په پړاو کې دي. نوموړی وايي چې امريکا د خپل بد نيت په لرلو سره د شينجيانګ په اړه بې ځايه دروغ جوړ کړي او غواړي چې له دې لارې د چين په کورنيو چارو کې مداخله وکړي، د چين د پرمختګ مخه ونيسي.
ښاغلي فو څونګ زياته کړه، په تيرو شپږو کلونو کې د اسلامي هېوادونو په شمول څه د پاسه سلو هېوادونو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درېيمې کمېټې کې له مختلفو لارو خپلې نظريې څرګندې کړې، د چين له عادلانه موقف څخه يې ملاتړ کړی، د بشري حقونو مسئلې د سياسي کېدو او د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره يې مخالفت څرګند کړ. له دې څخه څرګندېږي، د امريکا هغه توطيې ناکامې شوې، چې د شينجيانګ په پلمه د چين د پرمختګ مخه نیول غواړي او د چين پر ضد د اسلامي هېوادونو تقابل راپاروي.
































