د چين صدراعظم لي چيانګ د جولای په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د ارويايي کمېټې له رئيسې ون درلين سره د چين او اروپا د کاروباريانو په ناسته کې ګډون وکړ. د چين او اروپا د سوداګريزو ټولنو او تصديو نږدې ۶۰ مسوولينو په دې ناسته کې ګډون درلود.
لي چيانګ دغې ناستې ته په وينا کې وويل، چې نړيوال سوداګريز نظام له سختې ننګونې سره مخ دی او په دغه وضعيت کې د چين او اروپا ترمنځ ستراتيژيکې ملګرتیا ارزښت لا څرګند شوی دی. دواړه خواوې بايد پر ازادې سوداګرۍ او څواړخيزم ټينګار وکړي، خپلمنځي سوداګريزې همکارۍ دې لا پياوړې کړي او نړۍ ته دې رغنده قوت برابر کړي. د ده په خبره، چين او اروپا دې په اقتصادي همکاريو کې خپلې وړتياوې وکاروي او د خدماتي چارو سوداګرۍ، ساينسي او ټېکنالوژيکي نوښت او زرغون اقتصاد په برخو کې دې همکارۍ پراخې کړي.
وان ديرليون په دې ناسته کې وويل، چې د اروپا او چين مشرانو اغېزمن ملاقاتونه کړي او د همکارۍ د پياوړتيا او له ننګونو سره د مبارزې په اړه يې مهم ګډ توافقات تر لاسه کړي دي. ده ویلي چې اروپا له چين سره د اړيکو پرېکون نه غواړي او په اروپا کې د چيني تصديو د پانګونې او کاروبارو هرکلی کوي.
































