د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې دمګړی یې روغتیایي وضعیت ښه دی. هغه په یوه خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ویلي چې د روغتیایي وضعیت په اړه یې رسنۍ غلط او ناسم راپورونه خپروي، خو دی جوړ دی او د لا ښه کېدو په لور روان دی. ټرمپ دغه راز ویلي چې له دفتره یې د حکومت چارې پر مخ وړي او ډېر ژر به بېرته کمپاین ته ورستون شي او د امریکا د پرمختګ لپاره به کار کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په کرونا ویروس اخته شوی دی او نن دویمه ورځ ده چې په امریکا کې په یوه نظامي روغتون کې بستري دی. تر دې وړاندې یې نږدې سلاکارانو ویلي وو چې د هغه روغتیايي وضعیت یو څه ګډوډ دی او په سختۍ سا اخلي.
































