د دوولسم دورې نړیوالو سپورتي لوبو د مشال لېږدولو فعالیت د جولای د ۲۶مې نېټې په سهار د چین د سه چوان ولایت په سان شينګ دوې موزیم کې پیل شو. دا د نړیوالو سپورټي لوبو په تاریخ کې د مشال لېږدولو لومړی فعالیت دی.
د مشال لېږدولو لارې اوږدوالی شاوخوا ۱۱ کیلومتره دی او ۱۲۰ تنه پکې ګډون کړی او اټکل کېږي چې دغه فعالیت به د همدې ورځې د ماښام په اتو بجو ترسره شي.
































