د روغتیا نړیوال سازمان له افغان حکومت غوښتي چې د کرونا ویروس د پراختیا په اړه دې له خپلو څرګندونو سره احتیاط وکړي او غیر مسوولانه اقدامات دې نه کوي. په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان ددفتر مشر ریک پيپرکرن په خپله تازه مرکه کې ویلي افغان حکومت دې نه وایي چې د کرونا ویروس خطر کم شوی دی، ځکه اوس هم په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراختیا خطر موجود دی. دده په خبره په افغانستان کې نږدې ديرش سلنه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او دا خطر لا هم شته دی چې ویروس پراخ شي او که بې احتیاطي وشي نو دا خطر نور هم پراخېدلی شي. د روغتیا نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې ددغه سازمان روغتیايي معیارونه د کرونا ویروس په اړه عملي کړي او له غیر مسوولانه اقداماتو او فعالیتونو ډډه وکړي. روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت تقریبا ټول بندیزونه او محدودیتونه له منځه وړي او تازه ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.
































