د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جولای په ۲۵مه نېټه په بیجینګ کې د اسیان له عمومي منشي کاو کيم هورن سره ولیدل.
وانګ يي په ليدنه کې وویل چې چین تل اسیان د ډیپلوماتيکي لومړیتوب لوري په توګه ګڼي او په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې د اسیان د لا پراخ رول له لوبولو ملاتړ کوي. اوس مهال، دواړه خواوې دې په لاندنيو درېيو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، لومړی، په ګډه دې د ازادې سوداګرۍ او څو اړخیز سوداګريز سیسټم ساتنه وکړي. دوهم، په ګډه دې د جنوبي چین سمندرګي کې د سولې، دوستۍ او همکارۍ ساتنه وکړي. درېیم، په ګډه دې د سیمه ییزې سولې او ثبات ساتنه وکړي.
کاو جیم هورن “د جنوبي چین سمندرګي کې د چلند قانون” په اړه د مشورو بهير د ګړندي کولو ملاتړ وکړ او د کمبوديا او تايلند تر منځ د سرحدي شخړې د حل لپاره د چين له کوښښونو څخه يې مننه څرګنده کړه.
































