د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د جولای په ۲۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، د فلسطین مسئله د منځني ختیځ مسئلې تمرکز دی، د دوو هېوادونو لایحه د فلسطین مسئلې د حل یوازینۍ لاره ده.
همدارنګه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې فرانسه به په نږدې وخت کې د فلسطین هېواد په رسميت وپېژني.
ښاغلي ګوه جیا کون په دې اړه زیاته کړه چې چین د دوو هېوادونو لایحې په اړه د ملګرو ملتونو د راتلونکې لوړپوړې ناستې ملاتړ کوي او د بشري بحران د کمښت لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کوښښونه وکړي، څو د فلسطین مسئله په بشپړه، عادلانه او دایمي توګه حل شي.
































