افغان مېرمنو له طالبانو غوښتی چې اوربند او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره باید سوله وکړي. په کابل کې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر او نورو نړیوالو بنسټونو په ګډه د افغانستان له مرکز او ولایتونو د ښځو یو انلاین کنفرانس جوړ کړی و. ددغه کنفرانس ګډونوالو ښځو په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتي چې د خپلو میندو په خاطر دې په افغانستان کې سوله وکړي او جګړه دې ودروي. افغان مېرمنو دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ددوی حقوقو ته پاملرنه وکړي او د سولې په خبرو کې پر هغه مسایلو معاملې ته اجازه ور نه کړي چې هغه د افغان مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ کړي او لاس ته راوړنو ته یې خطر جوړ کړي.
































