د چيڼي برنډ موټرو دوهم نړيوال نندارتون د جولای په ۲۵مه نېټه د چيلي په پلازمېنې سانتياګو کې پرانيستل شو چې د چېري، فوتون، اېکس سي ايم جي او سېريس په شمول څه د پاسه لس چيني برنډونو پکې خپل توليدات ښودلي دي.
د چيلي د ترانسپورټ او مخابراتو وزارت معين رسنيو ته ويلي، چين د زرغون ترانسپورټ په چارو کې د چيلي مهم ستراتيژيک همکار دی. اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پيل پورې کابو ۴۴۰۰ عراده چين جوړ برقي بسونه بسونه د چيلي د پلازمېنې په شاوخوا سيمه کې تګ راتګ وکړي.
































