د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو پر مهال هدفي وژنې د سولې خبرو د روحیې خلاف بللې دي. اعلامیه کې راغلي، د دوی د موندنو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۴۵ ملکي وګړي د هدفي وژنو قرباني شوي دي. د یادې ادارې په وینا، له همدې ډلې ۵۳۳ هغه یې وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي. دغه کمیسیون د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په پام دې د تاوتریخوالي کمښت په اړه د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي. د بشري حقونو کمیسیون دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتابه ته دې جدي پاملرنه وکړي.
































