د متحدو ايالتونو او چين د سوداګريزو استازو تر منځ د جولای له ۲۷مې تر ۳۰مې نېټې پورې په سويډن کې جوړيدونکې ناستې ته تمې ډيرې وې. دغه ناسته په لوړه کچه کېږي چې د متحدو ايالتونو د پلاوي مشري د خزانې وزير سکاټ بېسېنټ او د چين هغه مشري بيا د لومړي وزير مرستيال هي لېفېنګ کوي. دغه ناسته به که څه هم د دواړو لورو تر منځ له کشمکشونو په ډکو سوداګريزو اړيکو کې د ثبات عامل وي خو دا تمه به لږ څه ډيره وي چې اړخونه دې پکې يوې جامع هوکړې ته ورسيږي.
د متحدو ايالتونو ځينې غوښتنې داسې دي چې چين یې نه مني. د بېلګې په ډول، دوی غواړي چې چين دې له روسیې سره خپلې سوداګريزې اړيکې کمې کړي. دوی پلمه کوي چې د يادو اړيکو له کبله د مسکو جګړه ييز فعاليتونه تقويه کيږي. دا د منلو وړ ادعا نه ده او د چين د ملي حاکميت ښکاره نقض دی. که متحد ايالتونه په بشپړه توګه د روسیې د اقتصادي انزوا په لټه کې وي، نو دا داسې دريځ دی چې نه چين او نه هم د نړۍ ډيرو نورو هېوادونو ته د منلو وړ دی.
داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ په تېر پسې په زړه تړلو سره غواړي چې وخت ۱۹۷۰یمې يا ان ۱۹۵۰مې لسيزې ته بوځي، هغه مهال ته چې متحد ايالتونه د نړۍ توليدي زبرځواک و. دا کار شونی نه دی. شونې نه ده چې د ټرمپ حکومت په خپلو يو اړخیزو اقداماتو او نا څرګندو سياستونو سره هغه صنايع چې په نوره نړۍ کې فعاليت کوي، متحدو ايالتونو ته يوسي.
هغه مهال، متحد ايالتونه له شک پرته د ټکنالوژۍ او علومو په برخه کې په بې ساري ډول مخکښ وو. د هغه وخت ډیری علمي او ټکنالوژيکي لاسته راوړنې د څو لسيزو بې پروايۍ او په وروستيو کې د ټرمپ له لوري له څېړنيزو مرکزونو د حکومتي ملاتړ د لغوه کولو له کبله له منځه تللې دي.
ټرمپ غواړي چې د څېړنو او انکشاف لګښتونه خصوصي کړي، داسې چې لا ډير د خپلو ونډه والو پر موخو متمرکز وي، نه د ملت پر ټوليزې ښېګڼې.
د خپل عظمت تېرو ورځو ته په کتو سره، هغه مهال چې متحد ايالتونه د نړۍ يوازينی زبرځواک و، دغه هېواد اوس له ګډوډۍ سره له مل وضعيت سره مخ دی، داسې چې شاوخوا چاپېريال یې په بشپړ ډول بدل شوی او د نړيوال سويل هېوادونو په نړيوال سياست کې مهم رول خپل کړی دی. دا مهال متحد ايالتونه يوازې له چين سره په نږدې همکارۍ په نړيواله کچه خپل صنعتي او علمي بنسټ پياوړی کولی شي. داسې نښې ښکاري چې د ټرمپ حکومت دا موضوع درک کړې ده. له چين سره د خامو موادو هوکړه د دغه درک نښه ده. بله نښه اېنوېډيا ته په چين کې د زيرکو چېپونو د پلور اجازه ورکړې ده. د سټاکهلم ناسته د چين – متحدو ايالتونو تر منځ د سوداګريز پله د رامنځته کولو مهم فرصت دی چې پايله یې د ګټې – ګټې همکاريو سبب کېدای شي.
































