د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د جولای په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې لوجېستيکي لګښتونه ټيټ او مؤثريت يې لا لوړ شوی دی.
د روان کال په لومړيو ۶ مياشتو کې په هرو سل يوانو ناخالص داخلي توليد کې لوجېستيک لګښت ۱۴ يوانو ته ټيټ شوی دی. دغه راز د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د لوجېستيکي سپما شويو لګښتونو ارزښت له ۱۳۰ ميليارډو څخه اوښتی دی.
































