د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېتې مشر جاو له جي د قرغېزستان د پارلمان مشر تورګونبېک وولي په بلنې، د جولای له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې له قرغېزستان څخه رسمي او دوستانه ليدنه تر سره کړې.
ده د دې لیدنې په دې ترڅ کې په پلازمېنه بېشکېک کې د کوربه هېواد له ولسمشر سدیر جپاروف او د پارلمان له مشر تورګونبېک وولي سره خبرې اترې کړې.
جاو له جي له جپاروف سره په لیدنه کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر پاملرنې او هڅې لاندې، د چين او قرغېزستان ترمنځ اړيکو ډېر پرمختګ موندلی دی. د هغه په خبره، هېواد يې غواړي، چې له قرغېزستان سره يو ځای د دواړو مشرانو لارښوونې مراعات کړي، دوديزه دوستي لا نوره پراخه ، متقابل اعتماد لا ژور او په مهمو مسئلو کې يو له بل څخه ملاتړ وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چين غواړي، چې له قرغېزستان سره د تجارت او پانګونې اندازه زياته کړي او د چين ـ قزغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ جوړونې ته باکیفیته پرمختګ ورکړي.
ده دغه راز ویلي چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې زیاتې شي او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پياوړتیا ومومي. نوموړي زیاته کړې، چې چین غواړي د قرغېزستان په شمول د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره يو ځای د چین ـ منځنۍ اسيا روحيه پر مخ بوځي او د چين ـ منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې ابادي پياوړې کړي.
جاو له جي دغه راز له تورګونبېک وولي سره په خبرو اترو کې نوموړي ته د چيني شکله عصري کېدو او د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او په دې برخه کې يې د چین د بریالیتوبونو په بیانولو سره ویلي چې چيني شکله عصري کېدل به د بېلابېلو هېوادونو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
































