چین د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مشر جاو له جي د جولای له ۲۴مې څخه تر ۲۸مې پورې د هنګري د پارلماني مشر کوير لاسزلو په بلنه له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه. هغه په بوډاپیسټ کې د هنګري له ولسمشر سوليول تاماس، صدراعظم اربان ويکتور او پارلمان له مشر کوير لاسزلو سره خبرې اترې کړې دي.
نوموړي له سوليوک سره د لیدنې پر مهال ويلي، د چين دولت رئيس شي جین پینګ د ۲۰۲۴م کال په مې کې هنګري ته بریالی رسمي سفر وکړ، چې د چین او هنګري تر منځ يې اړیکې په نوي عصر کې د هر ډول موسم ستراتیژیک ملګرتیا ته لوړې کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ لپاره يې د لا پراخو امکاناتو زمینه برابره کړه. ده زیاته کړې چې چین هنګري ښه ملګری، ښه شريک او ښه ورور ګڼي.
هغه دغه راز زياته کړه، چې چين به د “کمربند او لارې” د ابادۍ پلان ختيځ ته د ورخلاصون په اړه د هنګري له سټراتيژي سره وصل وکړي، د هنګري – سربیا ریل پټلۍ په څیر پروژې به په لوړ کیفیت سره بشپړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د لا زیاتو تبادلو زمینه او ملاتړ برابر کړي.
































