د ۲۰۲۵ کال د مصنوعي ځيرکتيا نړيواله غونډه او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوال ماموريت د لوړې کچې غونډه د جولای په ۲۸مه نېټه پای ته رسېدلې ده. د خبر له مخې، د يادې نړيوالې غونډې په ترڅ کې د ۳۱ پروژو تړونونه لاسليک شوي دي.
دغه نړيوالې غونډې چې سرليک يې و «د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې نړيوال يووالی» د څه باندې ۷۰ هېوادونو او سيمو کابو ۱۵۰۰ استازيو پکې ګډون کړی و او د نندارځي مساحت يې په لومړي ځل له ۷۰ زرو مربع مترو څخه اوښتی او نږدې ۸۰۰ تصديو خپل توليدات پکې ښودلي دي.
































