د چين، کمبوډيا او ټايلنډ درې اړخيزه غير رسمي غونډه د جولای په ۳۰ مه د چين په شانګهای ښار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د چين د بهرنیو چارو مرستيال وزير سون وې دونګ او د کمبوډيا او ټايلنډ استازو ګډون کړی و.
د کمبوډيا او ټايلنډ لوريو په دې ناسته کې د اوربند د مراعات ژمنه کړې ده. دواړو خواوو همدارنګه د وضعيت په ارامولو کې د چين مثبت رول ستايلی .
دغه درې اړخیزه غير رسمي غونډه د کموبډيا او ټايلنډ په سرحدي سيمو کې د تاوتريخوالي د حل لپاره د چين نوې ډيپلوماټيکه هڅه بلل شوې ده.
































