د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۹مه نېټه د سولې لپاره د ځوانانو نړیوالې غونډې ته پيغام ليږلی.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې روان کال د جاپان له تيري سره د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی.
ده زیاته کړې چې چينايانو ۸۰ کاله مخکې د نورو هېوادونو له خلکو سره په ګډه په سخته جګړه کې فاشيزم ته ماتې ورکړې او په دې توګه يې ارزښتناکه سوله قائمه کړې ده.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې امن راتلونکی د ځوانانو مسوولیت دی. هغه هيله ښودلې، چې د بېلا بېلو هېوادونو ځوانان د دې غونډې له لارې د افکارو تبادلې وکړي، خپلمنځي تفاهم پياوړی او دوستي ټينګه کړي، د سولې د مفکورې غوښتونکو او د سوله ييز پرمختګ د عملي کوونکو رول ولوبوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره پوهه او ځواک برابر کړي.
نوموړې غونډه په همدې ورځ په بېجينګ کې تر سره شوې ده.































