د چین او امریکا تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو چارو خبرې اترې د جولای له ۲۸مې تر ۲۹مې نېټې د سویډن په پلازمېنه ستکهلم کې ترسره شوې.
په دې بحث کې د چيني پلاوي مشر او د دغه هېواد مرستيال صدراعظم هه لي فنګ، د امریکايي پلاوي مشر او د دغه هېواد د مالیې وزیر سکوټ بیسنت او د سوداګرۍ استازي جامیسن ګریر ګډون وکړ .
د مذاکراتو په اوږدو کې د حاصل شوې اجماع مطابق، دواړو لوريو موافقه کړې چې د ۲۴ سلنه امریکايي تعرفو او د چین له خوا يې پروړاندې متقابلو اقداماتو د ځنډېدو پرېکړه د ۹۰ نورو ورځو لپاره تمدید کړي.
هه لي فنګ وویل، راتلونکې کې باید دواړه خواوې د دواړو ولسمشرانو د ټیلېفوني خبرو د مهمو ګډو موافقو پر بنسټ، د چین او امریکا ترمنځ د اقتصادي بحث میکانيزم ښه عملي کړي ترڅو سؤتفاهم کم کړي، همکارۍ لا ټينګې کړي، خبرو ته دوام ورکړي او د ګډو ګټو پایلې زیاتې شي.
امریکايي لوري څرګنده کړه چې د باثباته چین ـ امریکا سوداګریزه اړیکه نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې نړۍ د اقتصاد لپاره مهمه ده. ده ویلي چې امریکا چمتو ده چې له چین سره یوځای د دواړو خواوو د اختلافاتو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي، ترڅو لا ډېر مثبتې پایلې تر لاسه شي او خپلمنځي اړیکې ټینګې شي.
































