د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قرغیزستان له سفیر تورداکُن سیدیکوف سره په کابل کې کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې قرغیزستان ته د سرپرست حکومت د لوړپوړي پلاوي د احتمالي سفر، د قرغیزستان اقتصادي فورم کې د ګډون، له چارواکو سره د دوه اړخیزو لیدنو، د سوداګریزو اړیکو، ترانزيتي او پانګونې په برخه کې د هوکړه لیکونو د لاسلیک، د افغانستان، قرغیزستان او تاجیکستان تر منځ د درې اړخیزې هوکړې او د همکاریو د نقشې د نهایي کولو په اړه خبرې شوې دي.
































