د بښنې نړۍوال سازمان پرون په خپل نوي کمپاین کې له ایرانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام پای ته ورسوي. د بښنې نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې له خلکو غوښتي، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه واستوي، څو د ملیونونو افغانانو د اېستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړي. له نړۍوالو خبرداریو سره-سره ایران د افغان کډوالو اېستل نه دي بند کړي. کډوال نه یوازې له اېستلو سره مخ دي، بلکي د ایراني چارواکو له بد چلند سره هم مخامخ دي. د ملګرو ملتونو له خبرداریو سره چې وايي، افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران له امله د میلیونو کډوالو د بیا منلو وړتیا نه لري، د ایران چارواکو لا هم د کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی.
































