د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د دغې ادارې لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له مشر ډاکټر تاجالدین اویلا او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې افغانستان کې د عاید او لګښت سروې د ترسره کولو په لارو چارو او همدارنګه د زېږونونو د ثبت سیسټم جوړولو او پراختیا په اړه خبرې شوې دي. عبدالقاهر حاجي ادریس ویلي، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په هېواد کې د کره ارقامو د راټولولو، توحید او تحلیل په برخه کې د ملي او معتبر ارګان په توګه خپل رسالت ته ژمنه ده.
































