د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو نوی پړاو د جولای له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې پورې د سويډن په پلازمېنې ستکهلم کې ترسره شو او دواړه خواوې يوه لنډمهاله توافق ته رسیدلې دي.
د مالوماتو له مخې، امريکا به پر چيني توکو ٪۲۴ ”بالمثل تعرفې“ او چين به یې پر وړاندې د ځوابي اقداماتو د ځنډېدو موده ۹۰ ورځو ته وغځوي.
شنونکي پر دې باور دي، چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريز اختلافونه په لنډې مودې کې نه شي حل کيدای او اوسني توافق يې د خبرو اترو د دوام لپاره وخت برابر کړی، چې دا د نړيوالې ټولنې له توقع او هيلو سره مطابقت لري.
په ستکهلم کې د چين او امريکا د مرکچي پلاويو خبرې، له جنېوا توافق او لندن چوکات وروسته د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې نيغې خبرې دي.
د چين او امريکا ترمنځ دغه خبرې په يوې نيمې ورځې کې ترسره شوې او مرکچي پلاويو يې د مهمو اقتصادي او سوداګريزو چارو په اړه د نظريو صادقانه، ژورې او رغنده تبادلې کړي او د جنېوا توافق او لندن چوکاټ د تطبيق مثبته ارزونه يې کړې ده.
د پام وړ خبره دا ده، چې دواړه خواوې په دغو خبرو اترو کې ډېرو ګډو نظريو ته رسیدلې دي. د بېلګې په توګه، مرکچي پلاويو د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو مهم ارزښت ياد کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې چين او امريکا باید د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو له ميکانيزم څخه د ښې استفادې له لارې لا زيات برياليتوبونه ومومي. امريکايي لوري هم يادې خبرې ”رغنده“ بللې دي.
شنونکي وايي، چين او امريکې د مسئلو د حل اراده ښودلې ده.
د چين او امريکا مرکچي پلاويو په تېرې مې کې په جنېوا کې خبرې وکړې او د تعرفې د پيل وخت يې ۹۰ ورځې وځنډاوه، چې دغه موده به د اګست په ۱۲مې نېټې پای ته ورسېږي. اوس دواړو خواوو د ستکهلم په خبرو کې ياده موده ۹۰ ورځې نوره هم غځولې او د يوې نوې هوکړې اعلان يې کړی دی. دغه چاره څه ارزښت لري؟
د چين د بهرنيو چارو پوهنتون پروفيسور لي های دونګ سي جي ټي اېن ته ويلي، چې چين او امريکا په خبرو کې له يوې خوا د وروستۍ مودې د فعالو راکړو ورکړو وضعيت ساتلی او د تعرفې ” جګړې“ له سختوالي څخه د ډډه کولو نيت یې ښودلی، خو له بلې خوا بیا دواړه هېوادونه د ځينو لويو اختلافونو د له منځه وړلو هوکړې ته د رسېدو پر لارې له خنډونو او ستونزو سره مخ دي او يو او بل ته د نږدېوالي لپاره لا زياتو هڅو ته اړتيا لري.
چين او امريکا څنګه کولی شي، چې په راتلونکي پړاو کې خپلمنځي اړيکې نږدې کړي او لا زياتې ګټې – ګټې ښې پايلې ومومي؟
د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سودګريزو سلامشورو له اوسني ميکانيزم څخه ښه استفاده مهم ارزښت لري. د دغه ميکانيزم جوړونه د جنېوا د خبرو اترو مهمه لاسته راوړنه ده او د دواړو هېوادونو د اختلافاتو د لرې کولو او د همکاريو د ژورتيا لپاره د سیسټم تضمين برابروي.
چين او امريکا د نړۍ مخکښ لوی اقتصادي ځواکونه دي او د دواړو خواوو د سوداګرۍ پيمانه هم لويه او ساحه يې ډېره پراخه ده، نو د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافونو شتون عادي خبره ده. که دواړه خواوې د متقابل درناوي، په سولې کې د ګډ ژوند او ګټې –ګټې همکارۍ پر بنسټ خبرې اترې او همکارۍ وکړي، نو هرومرو به د مسئلو حللاره ومومي.
د امريکا حکومت بايد د امريکايي تصديو غږ واوري.
د امريکا او چين د سوداګرۍ ملي کمېټې په يوه تازه راپور کې د يوې سروې له مخې ويلي، چې تېر کال ٪۸۲ امريکايي تصديو د چين له بازارونو څخه ګټې اخيستي دي. که څه هم زياتې امريکايي تصدۍ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ناڅرګند وضعيت او د تعرفې د اصطکاک په اړه اندېښنې لري، خو بيا هم د چين بازارونه ډېر مهم بولي.
د چين د اکمالاتو په درېيم نړيوال نندارتون کې، چې په دې وروستيو کې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو، د برخوالو امريکايي تصديو شمېر د تېرې دورې په پرتله ٪۱۵زيات و او دغه شمېر د نورو هېوادونو د برخوالو تصديو په پرتله ډېر لوړوالی ښيي.
مالومات ښيي، چې ګډې ګټې او برياليتوبونه د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو اړيکو اصلي بڼه ده او همکارۍ د دواړو خواوو لپاره يوازېنی انتخاب دی.
د ستونزو په پرتله حللارې ډېرې دي.
په ستکهلم کې د چين او امريکا ترمنځ خبرو اترو د سوداګريزو اختلافاتو د حل يو لوری په ګوته کړی دی.
نړيوال هيله من دي، چې دواړه هېوادونه د شوي توافق له فرصت څخه ښه استفاده وکړي، ګډې نظريې زياتې کړي، سوءتفاهم کم او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د سالم پرمختګ لپاره هڅې وکړي او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته خوځنده ځواک برابر کړي.
































