د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمې کمېټې مشر جاو له جي د سويس د فډرالي پارلمان د ولسي مجلس د مشر رينيک او د فډرالي مجلس د مشر کاروني په بلنې د جولای له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه.
جاو له جي له نوموړو سره په کتنه کې ويلي، چې دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵ کلونو راهيسې د همکارۍ په اړه د مساواتو، نوښت او ګټې – ګټې روحيه روزلې او د هغو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو نمونه جوړه کړې، چې ټولنيز نظامونه، د پرمختګ پړاونه او ځمکني مساحتونه يې بېل دي.
جاو له جي دغه راز وويل، چې چين غواړي له سويس سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې عملي کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د نوښت ستراتيژيک شريکات ته د لوړ کيفيت وده ورکړي.
رينيک په کتنه کې وويل، د سويس د فډرالي پارلمان ولسي مجلس هيله لري، چې د چين له ملي ولسي کانګرېس سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون د پراخوالي او د دواملرونکي پرمختګ د پياوړتيا په برخو کې مثبت رول ولوبوي.
کاروني وويل، چې هېواد يې او چين دواړه د ملګرو ملتونو د منشور پر موخو او اصولو ټينګار کوي او د څواړخيزم د ساتلو په خواکې ولاړ دي. د ده په خبره، له چين سره همکاري د سويس لپاره مهم ستراتيژيک ارزښت لري. هغه دغه راز وويل، چې فډرالي مجلس يې غواړي له چين سره راکړې ورکړې زياتې کړي او متقابل تفاهم پياوړی کړي.
































