د چين خارجه وزير وانګ يي د جولای په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا او چين د سوداګرۍ شورا د بورډ کمېټې له پلاوي سره وکتل.
ده د کتنې په ترڅ کې ويلي، د امريکا په اړه د چين تګلارې تل دوام لرونکې او ثابتې ساتل کېږي چې د رئيس شي جين پينګ لخوا ټاکل شوې د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او ګټې-ګټې همکارۍ د اصولو په رڼا کې به د دواړو هېوادونو اړيکې پرمخ بوزي. هغه هيله وښودله چې د امريکا صنعتي شخصيتونه له چين څخه سم پوهاوی ولري، د دواړو هېوادونو د دوستۍ خپرېدونکې او د ګټې-ګټې همکارۍ ته دوام ورکړي او د چين او امريکا د خلکو ترمنځ دوستانه تګ راتګ ته خدمتونه وکړي.
د امريکا او چين د سوداګرۍ شورا د بورډ کمېټې مشر راج سوبرامنيام او د ايپل شرکت اجرائيه رئيس صبيح خان ويلي، د امريکا او چين مشرانو ترمنځ ګټور تګ راتګ او تعامل د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته لارښوونه او خوځنده ځواب برابروي. د امريکا صنعتي ټولنه به په چين کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، د سوداګرۍ، پانګونې، تخنيکي نوښت، زرغون پرمختګ او طبي چارو په شمول ساحو کې به لا زياتې همکارۍ وکړي. د امريکا او چين د سوداګرۍ شورا غواړي چې د دواړو هېوادونو اړيکو ته قوي، د برابرۍ پر اساس ولاړو او متقابلو ګټو ته پرمختګ ورکړي.
































