د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ د جولای په ۳۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين او روسيې سمندري پوځ به د روان کال په اګست کې د روسيې د ولاديفوستوک سيمې په شاوخوا سمندري سيمه کې د (Joint Sea-2025) په نوم ګډ پوځي تمرين وکړي او ځيني پوځيان به يې له تمرين وروسته د ارام سمندر اړوندې سيمې ته ولاړ شي او هلته به شپږمه ګډه ګزمه وکړي.
ښاغلی جانګ شياو ګانګ وويل، چې ياد پوځي تمرين او ګډه ګزمه د چين او روسيې د سږني پوځي همکاريو برخه ده او له کومې درېيمې خوا سره د مقابلې معنا نه لري او دغه راز له اوسنيو نړيوالو او سيمه يیزو حالاتو سره هم تړاو نه لري.
































