د فلسطين مسئلې د سوله يیز حل او د دوو هېوادونو پلان د عملي کولو په اړه د لوړې کچې نړيواله غونډه د جولای له ۲۸ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شوه.
دغه غونډه د فرانسې او سعودي عربستان لخوا جوړه شوې او د نږدې ۳۰ هېوادونو د صدراعظمانو يا خارجه وزيرانو په ګډون ۱۲۵ لوړپوړيو استازو پکې ګډون کړی و.
د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي جای جون په دې غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې چین د دې مسئلې د حل لپاره پنځه وړاندیزونه لري.
لومړی، د بشري ناورین ختمېدل او جامع اوربند نافذیدل.
دويم، د غزې او د اردن سيند لوېدیځې غاړې اداره کولو لپاره دې د دې اصل پابندي وشي چې «فلسطينيان به پر فلسطين حکومت کوي» .
درېیم، د فلسطين له کورني يووالي څخه دې ملاتړ وشي او د اداري وړتياوو د پياوړتيا او د اقتصادي ودې په برخه کې دې ورسره مرسته وشي.
پنځم، په منځني ختيځ کې دې د دایمی سولې لپاره د مشترک، جامع، د همکارۍ پر اساس او دوام لرونکي امنيت مفکوره عملي شي.
نوموړي زياته کړه، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره د غزې د اوربند او د فلسطين ستونزو د هراړخيز، عادلانه او دايمي حل لپاره دوامدارې هڅې وکړي.
































