د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ پرون په یوه مطبوعاتي غونډه کې ویلي، چې د چين او روسيې سمندري پوځ به د روان کال په اګست کې د روسيې د ولاديفوستوک سيمې په شاوخوا سمندري سيمه کې د (Joint Sea-2025) په نوم ګډ پوځي تمرين ترسره کړي. نوموړي زیاته کړې چې ځيني پوځيان به يې له تمرين وروسته د ارام سمندر اړوندې سيمې ته ولاړ شي او هلته به شپږمه ګډه ګزمه هم وکړي. جانګ شياو ګانګ دغه راز ویلي، چې ياد پوځي تمرين او ګډه ګزمه د چين او روسيې د سږني پوځي همکاريو برخه ده او له کومې درېيمې خوا سره د مقابلې معنا نه لري او نه هم له اوسنيو نړيوالو او سيمه يیزو حالاتو سره کوم تړاو لري.
































