د خوست د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالي په بېلابېلو کليو کې د ٢٣ بابه عصري شنو خونو جوړولو چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه شنې خونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په مالي ملاتړ جوړیږي. سرچینې ویلي، چې د یادې پروژې هدف د کليوالي باغوانانو تولیدي ظرفیت لوړول، د موسمي سبزیو تولید زیاتول او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دوامداره حل لارې برابرول دي.
































