د پارلمانونو د مشرانو شپږم نړيوال کنفرانس د جولای له ۲۹مې تر ۳۱مې نېټې پورې په جنېوا کې تر سره شو. د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي په دې کنفرانس کې ګډون او د 》 پر څواړخيزم ټينګار کول او د ښکلي کور ګډه ابادي 《تر سرلیک لاندې يې وينا وکړه.
جاو له جي په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، چې د انسانانو د سولې او پرمختګ چارې له سختو ننګونو سره مخ دي او مقننه اورګانونه د نوي ډول نړيوالو اړيکو په جوړولو کې د مثبت رول د لوبولو مسئوليت لري.
د نوموړي په خبره، د بېلا بېلو هېوادونو مقننه اورګانونه بايد د نړيوالې سولې او سوکالۍ د ساتونکو رول ولوبوي، د ګډ، جامع، همکاريز او دواملرونکي امنيت پر مفکورې دې ټينګار وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوي او د دولتي پرمختګ د لارو په اړه دې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو انتخابونو ته درناوی ورکړي. د بېلا بېلو هېوادونو مقننه اورګانونه بايد د تمدني راکړې ورکړې او متقابلو زده کړو د غوښتونکو او په نړۍ کې د برابرۍ او عدالت د تامین د هڅوونکو رول دې هم ولوبوي.
جاو له جي دغه راز وويل، چې د چين ملي ولسي کانګرېس غواړي د نورو هېوادونو له پارلماني ټولنو او مقننه اورګانونو سره همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن نوښتونه عملي کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لاس يو کړي.
جاو له جي د دې کنفرانس په څنډه کې په جلا جلا توګه د برازيل، پاکستان، روسيې او قزاقستان له پارلماني مشرانو سره وکتل.
































